بيجنګ 08 ستمبر (اے پي پي)د چين ??ارجه وزير وانګ ژي وئيلي ??ي د پاکستان، چین او اف??انستان د خارجه وزيرانو وړومبې باضابطه غونډه به د سږ كال په پائې كښې كېږي۔ د جمعې په ورځ د پاكستان خارجه وزير خواجه آصف سره خبرې كنفرنس ته خپله وېنا كښې د چين ??ارجه وزير ووئيل مونږ درې ترجيحي څانګې په ګوته كړې چې پكښې ستراتېژكې كميونېكېشن٬ سيكيورټي ډائيلاګ او عملي مرسته شامله ده او په دې بنياد به مونږ د درې كسيزه مرستې او سيمه ايزې مرستې لپاره د نوي پلېټ فارم جوړولو مقصد سره كار كوٶ۔ وانګ ژی ووئيل چين ??ه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان ملاتړ روان ساتي٬ په اف??انستان كښ?? امن د دواړو هېوادونو په ګټه دے٬ مونږ د دواړو هېوادونو ترمېنځه ښې اړيكې غواړو۔ په دې موقع خواجه آصف ووئيل چين ??و پاكستان مثالي ??ړيكې لري او پاكستان خپل سيمه ايز سالميت لپاره د چين ملاتړ ته په درنه سترګه ګوري۔ ده ووئيل اف??ان ستونزه هېڅ عسكري حل نه لري٬ پاك اف??ان مسئلې د سياسي خبرو اترو د لارې هوارېدل پكار دي۔ ده ووئيل په بنيادي توګه اف??ان مسئله پوځي حل نه لري دا به په سياسي توګه حل كولې شي