اسلام آباد 29 ستمبر(اے پي پي) د قامي سلامتيا كمېټۍ د كوم هم بهرني جارحيت په ضد د پا??ستان دفاع لپاره د كلك عزم پوخ عزم پخلې كړی۔ د وزي??اع??م شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه د جمعې پھ ورځ وشوه۔په غونډه كښې د خزانې وزير٬خارجه وزير٬د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن٬د درې واړو وسله والو ځواكونو مشرانو او سينئر سول او عسكري چا??واكو ګډون وكړو۔ كمېټۍ د هند د اړخه په كنټرول لائن د پرله پسې خلاف ورزيو او په بې ګناه قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې دغسې كمېټۍ د هند په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو او د بې ګناه وګړو په ضد د طاقت كارولو غندنه كړې۔كمېټۍ ??ه ووئيل شول وزي??اع??م د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره د ملاقات په مهال د هند د اړخه په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو منظمو خلاف ورزيو په اړه دستاويزي ثبوت وړاندې كړې او په جمو او كشمير كښې د خاص استازي غوره كولو پھ حاجت يې زور راوړې۔كمېټۍ ??ه ووئيل شول وزي??اع??م او خارجه وزير د بېلو هېوادونو مشرتابه سره ملاقاتونه كړي او په سيمه ايز او نړيواله كچه په امنيتي چېلنجونو د پا??ستان دريځ رامخې ته كړې۔د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډه كښې ګډون له د وزي??اع??م د نيويارك دورې د نتيجو څخه هم كمېټي خبر كړی شوه۔كمېټۍ ته دا هم ووئيل شول خارجه وزير د چين٬ايران او تركيې پشمول د مهمو سيمو ايزو هېوادونو دورې كړي او د دغې هېوادونو قيادت يې په مهمو نړيوالو او سيمه ايزو مسئلو د پا??ستان د موقف څخه خبر كړې۔كمېتۍ ??ه ووئيل شول پا??ستان د سيمه ايزې سلامتيا په چا??و د نړيوالو قواؤ سره پرله پسې په تماس كښې دے او په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو عمومي ا سمبلۍ غونډې په موقع د نړيوالو لارښودو سره د ملاقاتونو په مهال د پا??ستان د موقف تائيد شوې۔كمېټۍ په افغانستان كښې د افغانانو په قيادت كښې د افغانانو ملكيتي امن عمل د لارې پھ افغانستان كښې د امن لپاره د خپل عزم پخلې هم وكړو۔كمېټۍ د كوم هم بهرني جارحيت په ضد د پا??ستان دفاع لپاره د پوخ عزم پخلې هم وكړو۔