اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند مقبوضه کشمیر كښې د هند لخوا د امن خبر?? اترو وړاندېز غېر حقيقي او په بدنيتۍ آډانه ګرځولو سره وئيلي دي د كشميريانو مشرانو٬ پاكستان او هند درېو واړو د ګډون نه غېر به خبرې ګټورې نه وي٬ په دې نتاظر كښې د حريت مشرانو د ګډون نه غېر به هم مذاكرات د نتيجو وړ نه وي۔ د نهې په ورځ د هند لخوا د امن خبرو په وړاندېز تبصره كولو كښې ده ووئيل د هند دا اقدام حقيقت پسندانه او مخلصانه نه ښكاري۔ وياند ووئيل امن خبرې اترې د نتيجو وړ جوړولو لپاره د درېو واړو ډلو كشميريانو ٬ پاكستان او هند ګډون ضروري دے۔ په دې نتاظر كښې د حريت قيادت د ګډون نه غېر يوه هم رابطه او يا مذاكرات به نتيجه وركونكې نه وي۔ وياند ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د هند د رياستي ترهه ګر?? خاتمه او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د مذاكراتو د لارې د جمو او كشمير كشالې سوله ايز هوارې د وخت ضرورت دے او دا په سوئيلي آسياء كښې پائيدار امن او ا??تحكام باوري كولو لپاره ضروري دے۔ ده هيله څرګنده كړه چې نړيواله ورورولي به د كشمير د اوږدې مودې كشالې هواري له خپل كردار ترسره كړې۔ تېره ورځ د هند داخله وزير راج ناته سنګھ كشميريانو سره د خبر?? اترو ا??لان سره هند د انټېلي جنس بېورو پخوانې مشر دنیشور شرما کشمیر لپاره د مذاكراتو نمائنده ټاكلې دے٬ خو حري?? كانفرنس هندي وړاندېز رد كولو سره وئيلي دي په كشمير د پاكستان نه غېر هند سره خبرې اترې نشي كېدې۔