نيورياك 01 نومبر (اے پي پي) په ملګرو ملتونو ??ښې د پاكستان دائمي استازې ډاكټر مليحه لودهي د پاكستان لخوا د ترهګر?? خاتمې لپاره د پشپړه هڅو نه كولو تاثر رد كړے او وئيلي ئې دي چې پاكستاني حكومت د ترهګرې لعنت ختمولو د پوخ عزم په نتيجه ??ښې د القاعده پشمول يو شمېر ترهګرې ډلې تباه كړې دي٬ د ترهګرې په ضد جنګ ك??ې پاكستان د خپلو امنيتي ځواكونو د زرګونو غړو او وګړو قربانې وركړې دي٬ نړيواله ټولنه دې د ترهګرې په ضد جنګ ??ښې د پاكستان قربانې٬ كردار او پوخ عزم ومني۔ د امريكې آن لائن مجلې امپېكټ مينيا سره په مركه ??ښې ډاكټر مليحه لودهي ووئيل چې زم??نږ په منطقه ??ښې د القاعده په خاتمه ??ښې كه هر څو نورو هېوادونو هم مرسته كړې خو په بنيادي توګه دا د پاكستان د هڅو نتيجه ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب ??ښې هغې ووئيل چې د ترهګرې په ضد جنګ ك??ې پاكستان د خپلو امنيتي ځواكونو د زرګونو غړو او وګړو قربانې وركړې دي٬ م??نږ تشدد انسانيت لپاره خطر ګڼو خو دا هم حقيقت دے چې د تشدد پې??ې په ټوله نړۍ ??ښې رامېنځ ته كېږي ځكه دا خبره مهمه ده چې نړيواله ټولنه د ترهګرې په ضد جنګ ??ښې د پاكستان قربانې٬ كردار او پوخ عزم ومني۔ هغې ووئيل چې د پاكستان په اړه يوه بله غلط فهمي دا ده چې پاكستان يو ډېر پاتې هېواد دے خو حقيقت دا دے چې په اسلامي هېوادونو ك??ې پاكستان هغه وړومبې هېواد دے چرته چې يوه مېرمن وزيراعظمه وټاكل شوه٬ يوه مېرمن د پارلمان سپيكره وټاكل شوه او يوه مېرمن د مركزي بانك مشره جوړه كړې شوه۔ هغې ووئيل چې كه هر څو زم??نږ د هېواد تاريخ د اوو لسيزو نه زيات نه دے خو م??نږ د درې زره كلن پخواني تهذيب امين يو٬ خو دا خبره سمه ده چې پاكستان ته خپلې كاميابې په ډاګه ګولو لپاره د لا هڅو كولو ضرورت دے۔ ډاكټر مليحه لودهي ووئيل چې هغې په هره يوه چوكې د ټاكنې نه زده كړه كړې او فكر لرم چې د زده كړې دا عمل ټول عمر روان وي۔ هغې ووئيل چې د يو سفارتكار كار د خلقو زړونه ګټل دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ??ښې هغې ووئيل چې په پاكستان ??ښې د تعليم ودې سره مېرمنې زياتې واكمنې كېدې شي