اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي به د جنورې په 24 او 25مه نېټه په ډيووس- كلوسټرز٬ سوئټزرلېنډ كښې د نړيوال اقتصادي فورم په كلنه غونډه كښې ګډون ك??ي۔ وزيراعظم ته د دې دورې كولو بلنه د نړيوال اقتصادي فورم باني او ??ېګزېكټو چيئرمېن پروفېسر ??لا?? شواب وركړے۔ د نهې په و??ځ د خارجه دفتر لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې وزيراعظم به په يو شمېر مهمو دستورو كښې ګډون كوي او نړيوالو مشرانو او ?? امريكې٬ اروپا٬ چين او ?? جاپان د 15 نامتو ملټي نېشنل كمپنو مشرانو سره به ملاقاتونه ك??ي۔ وزيراعظم به د نړيوالو اقتصادي مشرانو د غېر رسمي ډَلې په خاص غونډه كښې د هېوادونو او ??كومتونو مشرانو سره هم ليدنه ك??ي۔ هغه به د جنورې په 24مه نېټه د بېلټ اېنډ روډ د اثراتو په موضوع په غونډه كښې ګډون ك??ي۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي به وال سټريټ جرنل٬ نكي/ اېف ټي ګروپ٬ واشنګټن پوسټ٬ سي اېن اېن او ?? رائټر پشمول د مېډيا لويو نړيوالو ادارو سره مركې هم ك??ي۔ د نړيوال اقتصادي فورم په كلنه غونډه كښې د وزيراعظم ګډون به كاروبار٬ سرمايه كارې او ??جارت لپاره پاكستان ته د يو مهم مقام په توګه د رامخې ته كېدو موقع وركړي او ?? پاكستان پرمختګ كوونكې معيشت به په ډاګه كړې شي۔ دا به په غېر رسمي غونډو كښې يو شمېر نړيوالو مشرانو سره د ملاقات او په بېلا بې??و چارو د خبرو اترو كولو يوه مهمه موقع هم ??ي۔