اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقا?? عباسي د جمهوريه انډونېزيا اولس مشر جوكو وېدودو په وزيراعظم هاؤس اسلام آباد كښې تود هركلې وكړو۔ وزيراعظم هاؤس ته په رارسېدو د اولس مشر وېدودو ت?? د ??سله والو ??واكونو چټك ډلې سلامي وكړه۔ د خبرو اترو نه پس د وزيراعظم شاهد خاقا?? عباسي او د اولس مشر وېدودو په مېنځ كښې د پلاوو په كچه په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوشې په نړيوالو او سيمه ايزو چارو تفصيلي خبرې وشوې۔ دواړو مشرانو د دې خبرې پخلې وكړو چې د پاكستان او انډونېزيا اولس ترمېنځه سياسي ٬ كلتوري٬ مذهبي اړيكې دي او دوي جمهوري اقدارو لپاره احترام لري۔ د اسلامي نړۍ د لويو هېوادونو په حېث دواړو هېوادونو پرمختګ٬ خوشحالې٬ استحكام٬ سلامتيا او سيمه ايزې سلامتيا لپار?? د ??و موټې اوسېدو پخلې وكړو۔ دواړو هېوادونو د دفاع او امنيتي مرستې په لا مستحكم كولو او د ترهګرې په ضد د مرستې په زياتولو اتفاق وكړو۔ وزيراعظم شاهد خاقا?? عباسي اولس مشر وېدودو د ترهګرې خاتمې لپار?? د ??اكستان د هڅو نه خبر كړو۔ دواړو مشرانو د تجارتي توازن په بهتر كولو هم اتفاق وكړو او په دې سلا راغله چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت زياتولو پراخا موقعې موجود دي٬ بايد دې څخه استفاده ??كړې شي۔ دواړو مشرانو په ګڼ اړخيزه فورمونو د مرستې په اهميت زور راوړو۔ د انډونېزيا اولس مشر آسيان سره فل ډائيلاګ پارټنرشپ لپار?? د ??اكستان د هڅو د ملاتړ پخلې هم وكړو۔ انډونېزيا بحرهند رم رم (RIM) اېسوي اېشن لپار?? د ??اكستان د ب??پړه ملاتړ كولو باور هم وركړو۔ وزيراعظم شاهد خاقا?? عباسي اولس مشر وېدودو د چين پاكستان اقتصادي لارې پروژې له مخې سيمه ايزو روابطو او پرمختګ لپار?? د ??اكستان د هڅو نه هم خبر كړو۔ ده ??وئيل چې د انډونېزيا كاروباري خلق د سي پېك له مخې د سرمايه كارې د موقعو څخه استفاده ??ولې شي۔ وزیراعظم شاهد خاقا?? عباسي اولس مشر وېدودو په افغانستان كښې امن او مصالحت لپار?? د ??اكستان د هڅو په اړه خبر كړو۔ ده ??ه دې لړ كښې د انډونېزيا د مرستې د وړاندېز ستائنه هم وكړه۔ وزيراعظم هغه هند سر?? د ??ولو مسئلو حل لپار?? د ??اكستان لخوا د شويو اقداماتو نه هم خبر كړو۔ ده ??ه مقبوضه كشمير كښې د ب??ري حقونو په بدتره صورتحال هم رڼا واچوله۔ د خبرو اترو نه پس وزيراعظم شاهد خاقا?? عباسي او اولس مشر جوكو وېدودو د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تفاهم د يادښتونو د لاسليك په دستوره كښې ګډون وكړو۔ د تفاهم په دې يادښتونو كښې د انډونېزيا څخه د اېل اېن جي او د پېټروليم مصنوعاتو راوړل٬ تجارتي اسانيې٬ 20 نوي ټېرف لائنز لپاره د ترجيحي تجارتي لوظنامې لاسليك او د فارن سروس اكېډمې او د انډونېزيا د تعليم او تربيې مركز ترمېنځه د تفاهم يادښتونه شامل دي۔﴿