اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) قامي اسمبلۍ پھ مقبوضه كشمير كښې د هند قابض ځواكونو د لاسه پھ بې ګناه كشميريانو د كېدونكي ظلم سخته غندنه وكړه٬پھ اسمبلۍ كښې د كشميري اولس سياسي٬اخلاقي او سفارتي ملاتړ د روان ساتلو په اړه قرارداد پھ اتفاق سره منظور كړی شوې۔د شورو په ورځ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجيس طاهر قرارداد وړاندې كړو چ?? دا ايوان پھ مقبوضه جمو كشمير كښې د هند د قابض ځواكونو او ام??يت?? ادارو د لاسه د كشميري اولس په ضد د تشدد پھ نتيجه كښې پھ دې وروستيو كښې د 20 كشميريانو د شهادت او د ګڼ شمېر د ژوبل كېدو سخته غندنه كو??۔پھ مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا پھ سوله ايزو مظاهره چيانو ډزې كو?? د نړيوالو اصولو او د بشري حقونو څخه سرغړونه ده۔دې سره سره پھ مقبوضه سيمو كښې د آزادۍ په اظهار بندېز دې۔سوشل مېډيا او ماس مېډيا بندېزونو سره مخ ده۔دا ايوان د كشميري اولس د خپلواكۍ حق لپاره د جائز او سوله ايزو هڅو د مقبول اولسي تحريك بشپړ ملاتړ كو??۔ايوان د كشميري اولس هڅو ته سلام وړاندې كو?? او د دې عزم پخلې كو?? چې د كشميريانو سياسي٬اخلاقي او سفارتي ملاتړ به روان ساتلې شي۔په قرارداد كښې وئېلي شوي دي چې هند ظلم كو??و سره د كشميري اولس جائزې هڅې تر پښو نه شي لاندې كو??ې۔د ملګرو ملتونو سلامتي كو??سل هم په خپلو قراردادنو كښې د كشميري اولس د خپلواكۍ د حق ملاتړ كړی۔دا ايوان د حكومت نه غوښتنه كو?? چې پھ مقبوضه كشمير كښې دې په هندي ځواكونو نړيواله ټولنه٬نړيوال پارلمانونه٬نړيوالې ادارې او سول سوسائټي فعاله كړي چې هغوي په هند فشار واچوي۔په قرارداد كښې د بشري حقونو كو??سل ته وئېلي شوي چې هغه دې خپل مشن مقبوضه كشمير ته ولېږي۔ملګري ملتونه دې د خلاف ورزو نوټس واخلي او په دې لړ كښې دې خپل كردار ترسره كړي۔ايوان په اتفاق سره د قراداد منظوري وركړه