اسلام آباد 14 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د سرائيكي سيمې اولس تل وفاداري كړ?? او په سياست كښې ئې هم د هغو خلقو ملګرتيا كړ?? كومو ??ې د سيمې او پاكستان خدمت كړ??٬ په اسمبلو ??ښې د غوره استازو په ټاكلو د سيمې د اولس مننه كوم او مباركي وركوم او هيله لرم چې ??ه راتلونكو ټولټاكنو كښې به هم مسلم ليګ ﴿ن﴾ بريالې شي٬ كه د پرمختګ خبره وكړې شي نو په ټول هېواد كښې دعويٰ لرو چې څوك هم د مسلم ليګ ﴿ن﴾ مقابله نه شي كولې۔ د پاكستان جوړېدو نه واخله د 65 كلونو كار يو خوا د ميا نواز شريف د اوسني حكومت د پنځه كلن دور كار بل خوا دے۔ د خالي په ورځ د نېشنل هائي وے د جلال پور پيروالا نه تر اچ شريف د سېكشن پرانستې كولو ??ه پس اولسي غونډې ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم ووئيل چې دا پروژه د اوږدې مودې نه ځنډ سره مخ وه٬ دا پروژه هم مونږ ترسره كړه او هم د مسلم ليګ ﴿ن﴾ او نورو ګوندونو ترمېنځه فرق دے۔ ده ووئيل چې ??له په كال 2013م كښې زمونږ حكومت جوړ شو نو محمد نواز شريف پرېكړه وكړه چې ??ولې ځنډېدلې پروژې دې ترسره كړ?? شي٬ كوم بل سياسي ګوند داسې نه كوي ځكه چې ??رېډټ هغه ته نه ځي خو ستاسو ګوند پرېكړه وكړه چې ??ولې ځنډېدلې پروژې دې ترسره كړ?? شي۔ ده ووئيل چې ??ه دې پروژه پنځه اربه روپې لګښت راغلې۔ ده ووئيل چې د لواري ټنل پروژه په كال 1974م كښې پېل شوې وه كومه چې ??واز شريف ترسره كړه۔ دغسې د 22 كلونو نه ځنډېدونكې د كچي كينال پروژه هم مسلم ليګ ﴿ن﴾ ترسره كړه۔ ده ووئيل چې ??رون د نيلم جهلم د پروژې پرانسته وكړې شوه٬ د تېر وخت څلورو حكومتونو دا پروژه ترسره نه كړ?? شوه كومه چې ??ونږ ترسره كړه۔ وزيراعظم ووئيل چې ??م دا فرق دے كوم چې ??ولو ته په نظر راځي او د مسلم ليګ ﴿ن﴾ يواځنې حكومت دے كوم چې ??ه يوازې پروژې پېل كوي بلكې په وخت ئې ترسره كوي۔ ده ووئيل چې ??له زمونږ حكومت جوړ شو نو په هېواد كښې د برېښنا بحران و۔ ده ووئيل چې د پاكستان جوړېدو نه تراوسه 20 زره مېګاواټه برېښنا جوړه كړ?? شوې وه٬ مونږ په قومي ګرډ كښې 10 زره 400 مېګاواټه برېښنا شامله كړه۔ ده ووئيل چې ??له كار وكړے شي نو ستونزې به رامېنځ ته كېږي۔ ده ووئيل چې ??شرف٬ زرداري او عمران خان هېڅ ستونزې نه لري ځكه چې دوي كار نه دے كړ??۔ حكومتونه ټولو سره دي خو په پنجاب كښې د شهباز شريف كار وګورئ او په نورو صوبو كښې د عمران خان او آصف زرداري كار هم وګورئ۔ فرق به په نظر راشي۔ د سرائيكي صوبې په اړه څو ورځې وړاندې د شوي خبري كنفرنس حواله وركولو سره ده ووئيل چې ??ن كوم خلق د نويو صوبو جوړولو خبرې كوي٬ هغوي زمونږ ملګري دي٬ دوي ته د داسې خبري كنفرنس كولو ضرورت نه وو ځكه چې دوي پنځه كاله په اسمبلو ??ښې موجو د وو٬ بايد هلته ئې خبره كړ?? وې۔ ده ووئيل چې حقيقت دا دے چې ??سلم ليګ ﴿ن﴾ هغه يواځنې سياسي ګوند دے كوم چې د بهاولپور او سوئيلي پنجاب صوبو جوړولو ??پاره په صوبائي اسمبلۍ كښې قراردادونه منظور كړي دي۔ ده ووئيل چې د صوبو جوړولو ??ه اړه كوم يو سياسي ګوند پرېكړه نه شي كولې٬ بايد داسې آئيني بدلونونه د ټولو سياسي ګوندونو په اتفاق سره وشي۔ ده ووئيل چې ??ول سياسي ګوندونه دې كېني٬ مذاكرات دې وكړي او پرېكړه دې وكړي چې د هېواد بهترې لپاره دې نوې صوبې جوړې كړ?? شي۔ وزيراعظم ووئيل چې ??ه سندھ٬ بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې هم داسې غوښتنې شته۔ ده ووئيل چې ??ولې دې كېني٬ د خبري كنفرنسونو د لارې معامله به حل نه شي۔ ده ووئيل چې ??وې صوبې به د سياسي ګوندونو په اتقاق سره جوړولې شي۔ د احمد پور شريقه ضلعې جوړولو ??ه اړه ده ووئيل چې ??وې حلقه بندې شوې دي او په دې لړ كښې ځينې پېچلتياوې موجود دي خو د پنجاب وزيراعلٰي سره به خبره كوم٬ هغه به په خپله د ضلعې جوړولو اعلان وكړي۔ ده ووئيل چې زمونږ ګوند چې ??وم لوظونه كړي دي٬ هغه ئې پوره كړي دي۔ ده ووئيل چې ??يله ده چې تاسو به د مسلم ليګ ﴿ن﴾ كاركردګې كتلو سره د ګوند ملګرتيا وكړئ او د خپلې سيمې نه به مسلم ليګ ﴿ن﴾ كامياب كړئ۔