اسلام آباد ۔ 19 مئی (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي په مقبوضه كشمير كښې په تش لاسې كشميري ??ولس د هندي ځواك زور ظلم او زياتې روان دے بلخوا نرېندر مودي د مقبوضه كشمير دوره كولو سره د نړۍ په غ??ېد??و سترګو د لاس اېښودلو هڅه كوي۔ وفاقي وزير په مقبوضه كشمير كښې د روانې هندي رياستي ترهګرۍ په سختو ټكو كښې غندنه كوله۔ ده ووئيل د نرېندر مودي لاسونه د كشمير او ګجرات مسلمانانو په وينو رنګ دي او هم دا سبب دے چې مقبوضه كشمير او په ټوله نړ?? كښې كشميريان دده په ضد احتجاج كوي۔ ده ووئيل يو اړخه ته هند مقبوضه كشمير كښې د رمضان مباركه مياشت كښې د ډز بندۍ خبره كوي او بلخوا په تېرو دوه ورځو كښې يو شمېر كشميري ??لمي بې ګناه شهيد كړې شول۔ وفاقي وزير ووئيل د كشمير مسئلې حل يوازې د ملكرو ملتونو د قراردادونو عملي كولو او د خبرو اترو د لارې ممكن دے۔ چوهدري محمد برجیس طاهر ووئيل هند بايد د كشمير په اړه خپله انتها خوښې رويې ترك كړي او دا حقيقت ځان ته وړاندې كولو سره ومني چې کشمیري ??ولس په هېڅ صورت د هند ناجائزه تسلط نه مني او د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له به د خپلې وينې آخري قطره هم وركړي۔ وفاقی وزیر ووئيل د كشمير او فلسطين په شمول په ټوله نړ?? كښې مسلمانان ستونزو سره مخ دي او دوئي د ظلم نښه جوړولې شي۔ ده ووئيل د مسلمانانو د ستونزو يوازنې حل دا دے چې ټول مسلمانان د يوالي څرګندونه كولو سره د كشميري ??و فلسطيني اولس لپاره په ټوله نړ?? كښې غږ پورته كړي او دوئي ته ددوئي حقونو وركولو هڅو كښې د يو ځانګړي عزم څرګندونه وكړي