اسلا?? آباد 01 جو??ائ?? (اے پي پي) د پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول به??و زرداري په انتخابي لاريون په لياري كښې قهرجنو كسانو د كاڼو ګزارونه كړي دي۔ د بېلا بېلو شخصي ټي وي چېنلو له مخې دا پېښه هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې بلاول به??و زرداري په خپله انتخابي حقله اېن اے 246 لياري كښې د انتخابي كمپائن په لړ كښې د يو لاريون مشري كوله۔ د پاكستان پيپلز ګوند مركزي مشرانو د ګوند چيئرمېن په انتخابي لاريون د كاڼو د ګزارونو غندنه كړې۔ د بلاول به??و زرداري وياند سناتور مصطفٰي نواز كهوكهر وئيلي دي چې د يو څو كسانو لخوا داسې بزدلانه حركات د بلاول بهټو لار نه شي نيولې۔ ده ??وئيل چې كاركنان دې سوله ايز اوسي۔ د تشدد سياست كوونكي ګوندونه د پيپلز ګوند مخه نه شي نيولې۔ ده ??وئيل چې د ټاكنو كميسون دې د پېښې نوټس واخلي۔ د ګوند لارښود سناتور مولا بخش چانډيو وئيلي دي چې دا پېښه د غندنې وړ ده۔ بلاول په وړومبي ځل په ټاكنو كښې برخه اخلي٬ د هغه د يرولو كاروائې به كاميابې نه شي۔ ده ??وئيل چې د بلاول د قافلې د مخ نيوي څه مقصد دے۔