اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د احتساب عدالت جج محمد بشير د پخواني وزیراعظم محمد نواز شریف په ضد د العزيزيه اسټيل ملز ريفرنس سماعت تر 12م جولائي ځنډولې ??ے۔ د ګل په ورځ د نېب عدالت جج محمد بشیر محمد نواز شریف په ضد د العزیزیه اسټیل ملز اورېدنه وكړه۔ د پانامه جے آئي ټي مشر واجد ضیاء عدالت ته د ګواه په توګه وړاندې كړې شو دغسې د نېب وكيلانو او د محمد نواز شړيف وکیل خواجه حارث عدالت ته وړاندې شول ۔ د سماعت په مهال خواجه حارث موقف اختیار ك??و چې جج محمد بشیر د العزیزیه اسټیل ملز ریفرنس كښې د تورنو په ضد د ايون فيلډ رېفرنس پ??ېك??ه اورولې ??ه ٬ دې لپاره مناسب به دا وي چې ھغوي د نورو واړو رېفرنسونو سماعت ونه كړې٬ ده ووئېل مناسب به داوي چې سپريم كورټ ته په چيټۍ كښې فاضل جج د دې چارو حواله هم وركړي او د سپريم كورټ د هداياتو د ترلاسه كېدو نه پس دې كاروائي مخ په وراندې بوتللې ??ي ده ووئېل مونږ خو دا غوا??و چې د ټولو رېفرنسز پ??ېك??ه په يو وخت وكړې شي۔ فاضل جج په خپل ریمارکس كښې ووئيل د سپریم کورټ د اړخه وركړې شوې موده په 10 جولائی هم ختمېږي، په دې اړه خط ليكل زما كار دے۔ د سماعت په مهال خواجه حارث د پخواني وزیراعظم نواز شریف د حاضرۍ نه د اس??ثنیٰ اس??دعا کړې چې نواز شریف او د هغه لور مریم نواز د جمعې په ورځ په 13 جولائی لندن څخه هېواد ته راځي، دې لپاره به سماعت تر ګل ورځې ځنډولې ??ي۔