اوټاوا 15 جولائي (اے پي پي) په كاناډا كښې د پاكستان هائي كمشنر طارق عظيم خان ټرېني ډاډا او د ټوباګو د قومي سلامتيا وزير مېجر جنرال ﴿ر﴾ انډمنډ ډيلون سره په پورټ آف سپېن كښې ملاقات وك??و۔ د ملاقات په مهال د سمه ايز او ??ړيوال صورتحال پشمول د شريكې خوښې په څانګو كښې په مرسته او د قومي سلامتيا په چارو خبرې وشوې۔ د پاكستان هائي كمشنر وزير په پاكستان كې د سماجي٬ سياسي او اقتصادي پرمختګ نه خبر كړو او ??غه ته ئې په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا د بشري حقونو د خلاف ورزو په اړه بريفنګ وركړو۔ ده وزير ته د پاكستان د دورې كولو بلنه هم وركړه كومه چې ده قبوله كړه او ??ې وئيل چې په مناسب وخت كښې به د پاكستان دوره كوي۔ په كاناډا كښې د پاكستان هائي كمشنر ټرېني ډاډا او او ??وباګو لپاره هم سفارتي ذ??ه وارې لري۔