اسلام آباد 26جولائي (اے پي پي)د غېر حتمي او غير سركاري نتيجې له مخې حلقه اېن اے 3 سوات ټو څخه د پاكستان تحريك انصاف (پي ټي آئي) كانديد سليم رحمان 68 زره 162 ووټونو اخستو سره كاميابي ترلاسه كړې۔ د ټاكنو كمېسون لخوا د جاري شوي غېر حتمي او غېر سركاري نتيجې له مخې د پاكستان مسلم ليګ (ن) صدر ميا شهباز شريف 22 زره 756 ووټ ترلاسه كولو سره په دوېم لمب?? راغلے او دغسې ?? پيپلز ګوند كانديد امجد شهر یار امیر زېب 22 زره 45 ووټ ترلاسه كولو سره په درېم لمبر دے۔ په دې حلقه كښې د پولنګ سټېشونو شمېره 269 او د ووټرانو شمېر 401124 وه ٬ ټول 161872 ووټونه كاسټ كړې شوي۔