اسلام آباد 23 ??وم??ر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدر?? فواد حسېن وئيلي دي په كراچې كښې د چين په قونصلګرۍ د ترهګرو بريد بزدلانه كارروائي ده كومه چې امنيتي ادارو په مړانه سر?? شنډه كړې٬ په دې كښې ككړ ټول عناصر به په ډاګه كولې شي٬ په سباؤن كښې د داسې پېښو مخ نيوي لپاره به لا اقدامات كولې شي۔ د جمعې په ورځ د پارلمان په خوا كښې خبريالانو سر?? په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل په كراچې كښې د چين په قونصلګرۍ درې ترهګرو بريد كړے٬ امنيتي ادارو د ترهګرو بريد شنډولو سر?? هغه وژلي دي۔ ده ووئېل په دې پېښه كښې دوه پوليس اهلكار هم شهيدان شوي ٬ د رېنجر?? پشمول ټولو امنيتي ادارو په مړانه سر?? دا بريد شنډ كړے۔ ده ووئيل د جمعې په ورځ په چينائي قونصلګرۍ كښې وېزه ترلاسه كوونكو لپاره د خلقو شمېره زياته وي۔ ده ووئيل پاكستان د تېرو څو كلونو نه ترهګرې سر?? مخ دے۔ د پاكستان پوځ٬ رېنجرز٬ پوليس او خفيه ادارو په كومه بهادرې او مړانه سر?? چې د دې مقابله كړې٬ په نړۍ كښې ئې چرته مثال نشته۔ ده ووئيل بريد په چين او پاكستان بريد دے۔ ده