اسلام آباد 29 نومبر (اے پی پی)د وزيراعظم د تجارت٬ټېكسټائل انډسټرۍ ٬ صنعت او پېداوار په اړه صلاحكار عبدالرزاق داؤد وئېلي دي د پاكستان تجارتي توازن ښه كېدو پلو روان دې٬د پاكستان په تجارتي خسا??ه كښې 3 فيصده كمې راغلې ٬پاكست??ني څيزونه تر منډيانو رسولو لپاره د موثره حكمت عملۍ له مخې كار كوو۔د وزيراعظم صلاحكار عبدالرزاق داؤد ابلاغ ذريعو ته ووئېل چين٬جاپان٬انډونېزيا٬كوريا پشمول ګڼ شمېر هېوادونو سره د شريك تجارت په زياتوالي او د انډونېزيا لخوا د پاكستان 20 آئټمز تر ماركيټ رسنه د موجوده حكومت لويه كاميابي ده كومو څخه چې د انډونېزيا سره د تجارت 150 ملين ډالرو زياتېدو هيله ده۔ده ووئيل حكومت د منط??ې هېوادونو پشمول ګرده نړۍ كښې د پاكستانو څيزونو كارولو لپاره د موثره حكومت عملۍ له مخې كار كوي۔ده ووئيل تجارتي خسا??ه كمولو لپاره تږ لاره خپله كړی شوې د كومې چې ګټورې نتيجې رامخې ته شوي او په تجارتي خسا??ه كښې درې فيصده كمې راغلې دے