اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئيلي دي چې پاكستان به د خپلواكې حق ترلاسه كولو لپاره د ك??ميري اولس هر ډول سياسي٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي٬ د ك??ميري اولس د خپلواكې حق په لړ كښې د ملګرو م??تو??و د سلامتي كونسل 70 كاله شوي خو د جمو او كشمير شخړه لا هم حل طلب ده۔ د سماجي رابطې په وېب پاڼه ټويټر په خپل پېغام كښې د خارجه دفتر وياند ووئيل چې نن د ك??ميري اولس د خپلواكې حق په اړه د ملګرو م??تو??و د سلامتي كونسل د قرارداد 70 كاله پوره شوي دي۔ ده ووئيل چې په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلم له امله د وينې توئېدو لړې لا هم روانه ده۔ د جمو او كشمير مسئله لا هم حل طلب ده او تر اوسه د دې مسئلې نه حل كېدل د نړۍ ناكامي ده۔ ده ووئيل چې پاكستان به د خپلواكې حق ترلاسه كولو لپاره د ك??ميري اولس هر ډول سياسي٬ سفارتي او اخلاقي ملاتر روان ساتي۔ ده پھ مقبوضه كشمير كښې د امنيتي ادارو د لاسه د بشري حقونو د سختو سرغړونو پلټونو لپاره د ملګرو م??تو??و د بشري حقونو كميسون د خاص كميسون جوړولو يو ځل بيا غوښتنه وكړه۔