اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د حکومت معاشي پاليسو مقصد هېواد كښې د دولت پېداوار٬ سرمايه كارو او كاروبار له آس??نۍ باوري كول دي ٬ دې پاليسو سره به هېواد كښې د روزګار٬ غربت كښې د كمې او ځوانان هنرمنده جوړولو لپاره موقعې تر لاسه شي۔ ده دا خبرې د امريكن بزنس كونسل پلاوي سره په خبرو كښې وكړې چا چې د زيارت په ??رځ وزيراعظم آفس كښې دوي سره ملاقات كولو۔ امریکن بزنس کونسل پاکستان كښې د 65 امریکائي کمپنو نمائندہ تنظیم دے كوم چې د معيشت په ??ره څانګه كښې كار كوي۔ د پلاوي غړو خپلو خبرو كښې د حكومت په ??اليسو د باور څرګندونه كولو سره ووئيل پاکستان ته مزل كول او كاروبار له د آس??نيو په ??ړ كښې حكومتي اقدامات مثالي دي۔ په دې موقع وزیراعظم ووئيل پاکستان كښې د بهرنۍ سرمايه ك??رۍ ډېر صلاحيت شته٬ د سرمايه كار دوسته پاليسو په سوب نړيوالې سرمايه كارې كمپنۍ پاكستان كښې په بېلا بېلو څانګو كښې سرمايه كاري كوي او دا د موجوده حكومت په ??عاشي او اقتصادي پاليسو د باور څرګندونه ده۔ وزیراعظم پلاوي ته پاكستان كښې په بېلا بېلو څانګو كښې سرمايه ك??رۍ له د حكومت لخوا د آس??نيو وركولو باور وركولو سره د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له په ??ردار لوبولو د دوي ډاډګيرنه وكړه۔ پلاوي كښې د امريكې نوموړې او د نړيوالو سرمايه كارو كمپنو نمائندګان شامل وو۔ په دې موقع د خزانې وزير اسد عمر ٬ د وزیراعظم د تجارت سلاحكار عبد الرزاق داؤد او د بورډ آف انوسټمنټ چیئرمېن هارون شریف هم موجود