اسلام آباد 11 فروری (اے پی پی) د وزيراعظم د سيا??ي چارو خاص مرستيال نعيم الحق وئيلي دي د پاكستان تحريك انصاف او پاكستان مسلم ليګ (ق) ترمينځھ اتحاد به قائم ??ي۔ يو نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل حکمران ګوند پاکستان تحریک انصاف او د متحده قومي موومنټ په شمول د حكومت ټولو اتحادي ګوندونو ترمينځه د رايې كوم اختلاف نشته۔ ده ووئيل هېواد كښې د احتساب په روان عمل د حكومت د ټولو اتحاديانو صلاح يوه ده او د اولس ژوند كښې ??ړه پوري بدلون راوستلو له د حكومت د ټولو ګامونو او اولس دوسته پالېسو ملاتړ ك??ي۔ ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف مشرتابه د پاكستان مسلم ليګ (ق) په لارښود چوه??ري پروېز الهي بشپړه باور لري څوك چې د پنجاب اسمبلۍ د سپيكر په حېېث خپل مهم كردار ترسره ك??ي۔ ده ووئيل ځينې عناصر د بې بنسټه ډنډورو د لارې د دوو ګوندونو ترمينځه اختلافات پېدا كول غواړي