اسلام آباد 25 فروري(اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د ګل په ورځ د چين خپل همڅنګ وانګ ژي سره ټېلي فوني تماس نيولې او هغه ئې مقبوضه کشمیر كښې د پلوامه پېښې نه پس د پېدا شوي سيمه ايز صورتحال پحقله خبر كړې۔ د خارجه دفت?? وياند له مخې خارجه وزير په پرله پسې ملاتړ د چين مننه وكړه۔ ده په منطقه كښې امن او استحكام او هند سره ټولې مسئلې د خبرو اترو د لارې حل كولو له د پاكستان خو??ي رامخې ته كړه ۔ وفاقي وزير تاؤ تريخوالې كمولو لپاره د پاكستان لخوا په پورته كړو اقدا??ات?? هم رڼا واچوله۔ د چين خارجه وزير په ټېلي فون كولو د خارجه وزير شاه محمود قرېشي مننه كو??و سره د پاكستان د هلو ځ??و ستائنه وكړه۔ دواړه خارجه وزيران دې ته سلا شول چې د پېدا شوي سيمه ايز صورتحال د منطقې امن او سلامتيا لپاره د سنګين مضمراتو وړ دے۔ ده د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د ګران قدر خد??ات?? اعتراف وكړو كومو لپاره چې پاكستان لوي زيان پورته كرې ۔ دواړو خارجه وزيرانو د سيمه ايزې وضعې پحقله يو بل سره تماس ساتلو لپاره اتفاق وكړو