مهمند 15 مارچ (اے پی پی) وزیر??عظ?? عمران خان وئيلي دي خېبر پښتونخوا كښې د ضم كيدو نه پس به ??بائلی سيمو كښې هم پرمختګ او سوكالي راشي، د سېلګرۍ او روزګار موقعې به راپيدا شي٬ د قبائلي سيمو پرمختګ ت?? به خاص پام لرنه كولې شي۔ د جمعې په ورځ غلنئۍ كښې قبائلی مشرانو ته ??پل خطاب کښې وزیر??عظ?? عمران خان ووئيل ما سوچ كړې ؤ چې دا سيمې به ??له او څنګه پرمختګ وكړي ، نن وخت راغلې چې قبائلی سيمو كښې پرمختګ پيل شي، د ضم كولو نه پس به د پرمختګ په اړه ق??ائلی سيمې وړاندې لاړې شي، دلت?? به تعلیم او پرمختګ راشي، قبائلی سيمې په خېبر پښتونخوا كښې د ضم کولو لوئ ګام پورته كړې كېږي، دې سر?? به د ځوانانو ژوند بدل شي ، دلت?? به سوكالي راشي۔ ده ووئيل دې عمل سر?? به د سيمې روایات نه بدلېږي ، ما ته معلومه ده چې د دې ځائې وګړي په اسلام قوي ايمان لري ، مونږ به د دې ځائې روايات په ځائې ساتو او دلته به ??وقعې وركولې شي دغسې چی ځوانانو ته ??وزګار ترلاسه شي ، ده ووئېل تعلیم چې عام شي نو د پرمختګ مزل به ??ېل شي او دلت?? به سېلګرۍ ته وده ترلاسه شي۔ ده ووئيل خېبر پښتونخوا كښې د سېلګرۍ په وجه په 5 كلونو كښې غريبي كمه شوې۔ ده ووئيل مونږ به دا ترسره كوو چې څنګه دلته فنډز خرڅ كول دي او كومې پروژې دلته پيل كړو۔ ده ووئيل د مومند بند لويه پروژه به ??يل كولې شي چې ورسر?? به سيمې ته ګټه ورسي۔ وزیر??عظ?? قبائلی مشرانو ته ووئيل ستاسو پھ مشاورت به سيمې پرمختګ كوي۔ ده ق??ائلی سيمو كښې هم د صحت انصاف کارډز جاري كولو اعلان كولو سره ووئيل صحت کارډز يو لوئ نعمت دے ٬ عامو وګړو او غریبانو له د 7 لکھ 20 زره روپو كارډ به ??ركولې شي چې د لارې به ئې هغوي په كوم روغتون كښې خپله درملنه كولې شي۔۔ ده ووئيل قبائلی سيمو كښې د جنګ پھ وجه وګړي د ستونزو سره مخ شوې ، اوس وخت راغلې چې د هغوي ستونزې كمي شي۔