اسلام آباد 20 مارچ (اے پي پي) هېواد كښې د فټ بال لوبې ودې لپاره اقدامات تجويز كولو پحقله د خاص كمېټۍ غونډه د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجراني په مشرۍ كښې د شورو په ورځ وشوه۔ كمېټي به هېواد كښې د فټ بال ودې لپاره د عمل جوګه تجويزونو مرتب كولو ٬ روانو هڅو لا كوټلو كولو او د لوبو پحقله صلاحيتونه رامخ?? ته كولو كښې كردار لوبوي ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې محمد صادق سنجراني ووئيل پاكستان د فټ بال لوبې بې پناه صلاحيت لري خو د انفراسټركچر نشتوالي له امله ځوانان خپل صلاحيتونه نه شي رامخ?? ته كولې۔ ??ه دې موقع فټ بال ??ره د اړوندو چارو او په دې لړ كښې د ستونزو په ا??ه خبرې هم وشوې۔ ??مېټي به د فټ بال لوبې ودې لپاره ټولو اړوندو څانګو ??ره مشاورت كوي او د عمل جوګه لائحه عمل به مرتب كوي۔ د كمېټۍ غونډه كښې سناتورانو سید شبلی فراز، بېرسټر محمد علي خان سیف، ډاکټر اسد اشرف، دلاور خان، مرزا محمد آفریدی ، احمد خان او د پاکستان فټ بال فېډرېشن صدر اشفاق حسېن شاہ ګډون كولو